د پاکستان او افریقا لوبډلو تر منځ نن درېيمه شل اوریزه سیالۍ تر سره کیږي د پاکستان او سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افریقا په کوربتوب د څلور شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل شوې چې دوه لوبې ترسره شوي یوه یې پاکستان او یوه یې بیا افریقا لوبډلې ګټلې ده چې یاد سیریز تر اوسه مساوي روان دی. په لومړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د څلورو ویکټو پر مټ خو په دوهمه لوبه کې بیا افریقا لوبډلې پاکستان ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. ټاکل شوې چې دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوریزه سیالۍ نن د اپریل میاشتې په څوارلسمه نېټه د افغانستان په وخت مازیګر پنځه بجې ترسره شي چې دواړو لوبډلو ورته پوره چمتو والی ښودلی. هیره دې نه وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو وړاندې د پنځوس اوریزو سیالیو سیریز دوه د یو په مقابل کې پاکستانۍ لوبډلې ګټلی ؤ. او ددي لوبو دخپرولو وياړ د WATAN HD پرغاړه دی هغه مينوال چې ساده عقاب ته په کابل کي لاس رسی نلري او دولاياتو مينوال يې په دي فريکونسي ليدلی شي 11493 v 2600 په G sat سټلايټ 98Eختيځه درجه په ډيش عيار او کتلی شي ستاسو ملتيا زمونږ برياده https://www.instagram.com/p/CNozkHDlwmX/?igshid=o1278axy7clg














